ایکنانیزو د الجزیره له قوله راپور راکړ، د غزې تړانګې په شمال کې په جبالیا کیمپ کې د العمری وران شوي جومات خطیب د قربانۍ د لوي اختر د لمانځه به خطبې کې ووئيل، اختر غزې ته بیرته ستون شوی دی او د مونږ ملت د خپل ټاټوبی د بیرته ترلاسه کولو او د غزې ددفاع لپاره ، له پروردګار عالم سره متوّسل شوی او تر ټولو لوړ لګښتونه ورکوي.
هغه په دوام کې ووئیل، مستکبر دښمن به چې د مونږ ددینی مناسکو د ترسره کیدا په لاره کې خنډونه رامینځةکوي، سره له مینځه یوسوو.
هغه زیاته کړې ده ، اسرائیلی مستکبرانو مونږ د قربانۍ د لوي اختر د دستورو له لمانځلو محرومه کړي یو و او هڅه ئې کړې ده ،د مونږ او د خدای تعالی د تقرب ترمینځ خنډ رامینځةکړي.
د جبالیا کیمپ د جومات خطیب ووئیل، اختر غزې ته بیرته راستون شوی دی،په داسې حال کې چې دوی له خپل پروردګار سره تمسّک کوي او د اسلامی امت دمقدساتو ددفاع او دخپلې خاورې دبیرته ترلاسه کولو لپاره تر ټولو لوړې بیّې ورکوي.
هغه دغه راز زیاته کړې ده ، هغه بیّې چې مو ورکړي دي او بیا به ئې هم ورکړو، درندې دي ، البته د مقدساتو په لارې کې هیڅ دي . دښمن هڅه کوي،د غزې خلک ووژني ، خو هیڅکله به په دغې چارې کې بریالي شي.
په غزې کې د قربانۍ لوی او نیکمرغه اختر چې نهه میاشتې کیږي، د دوامدارو بیریو او جنایتونو سره لاس او ګریوان دی ، په داسې حال کې ترسره کیږي، چې مقاومت هماغه شان د صهیونیسټي رژيم د نیواکګر رژیم له پوځ سره په مختلفو سیمو او برخو کې مقابلې ته دوام ورکوو او دغه وحشي او تیریګر رژيم ته مو ډیر تاوانونه رسولی دي.
د غزې ماشومان د غزې تړانګې په شمال کې د کورونو د کنډوالو د پاسه په الله اکبر چغو پورته کولو سره د اختر هرکلی کوي.